دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 189785
د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی نن د ازبکستان له چارواکو سره ګوري
ټاکل شوې چې د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د اګست په ۷مه پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ملا برادر په مشرۍ دغه پلاوی د چهارشنبې په ورځ تاشکند ته ورسېد او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت ایرکاشیف له خوا یې په هوایي ډګر کې هرکلی وشو.
سهیل شاهین تر دې وړاندې په یوه بل پیغام کې لیکلي وو چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تخنیکي ټیمونه د سولې خبرو پر تخنیکې جزیاتو کار ته دوام ورکوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې د خبرو د اتم پړاو په درېیمه ورځ له قطره د هند پر لور ولاړ، څو د ده په وینا، د افغانستان د سولې په اړه له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdcdjn0fkyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته