دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 189858
لوګر ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي
د لوګر ولایت په بیلابیلو برخو کې د افغان او ائتلاف ځواکونو د ګډو هوایي عملیاتو پرمهال ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۳ تند قول اردو چارواکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د لوګر ولایت په مرکز قلعه عباد، برکي برک ولسوالۍ او د څرخ ولسوالۍ په خارپیچک سیمو کې د ګډو ځواکونو د هوایي عملیاتو پرمهال د ۳۴ وسله وال طالبانو د وژل کېدو خبر وړ کړی دی.
خبر پاڼه زیاتوي چې د دغو عملیاتو پرمهال  ۴ وسله وال طالبان ژوبل شوي هم دي.
https://avapress.com/vdceno8zvjh8vvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته