دغه اداره وايي په دغه پلان کې یې بېلابېلې برنامې شاملې دي چې په تدریجي ډول یې عملي کوي. دغه پلان اوس مهال د افغانستان پینځه لویو ښارونو کې پیل شوی او دوه کاله وروسته به ټولو ښارونو کې پلي شي.
د کابل د چاپېریال ساتنې چارواکي وايي پنځه میاشتې مخکې یې پلان پیل شوی.
کاظم همایون د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې مشر امریکا غږ ته وویل:"لومړی غواړو خلکو ته د پلاستیک کارولو په اړه پوهاوی ورکړو. له هغه وروسته په خبازیو او دوکانونو کې د یوه وار استفادې پلاستیک منع کوو. له هغه وروسته غواړو د پلاستیک په واردولو مالیه لوړه او د دې عنصر د نه کارولو لپاره تشویقي برنامې عملي کړو."
ښاغلي همایون وویل اوس مهال خلکو ته د دوی د عامه پوهاوي برنامې په خلاصېدو دي او خبازیو او دوکانونو کې د پلاستیک کارولو بندول پیلوي.
افغانستان یو مصرفي هېواد دی چې تر ډېره د خپل اړتیاوو توکي له بهرني هېوادونو نه واردوي. په دغه توکو کې په ډېره کچه پلاستیک شامل دی. له بلې خوا په بازارونو او خبازیانو کې د هغو پلاستیکونو استفاده چې یو وار کارول کیږي عام دي.
پلاستیک څومره مضر دي؟
د چاپېریال ساتنې کارپوهان وايي پلاستیک هغه غیر عضوي عنصر دی چې د خاورو باکتریا نشي کولی په لږو کلونو کې یې تجزیه کړي او یوې پېړۍ نه ډېره موده پکار ده چې خاورې یې تجزیه کړي.
کارپوهان دا هم وايي چې د سرطانونو د پراخوالي یو لوی عامل، انساني ژوند کې د پلاستیک کارول دي. له دې سره پلاستیک د انسان، ژوو او نباتاتو ژوند ته ګواښونه پیدا کولی شي.
کاظم همایون دا هم زیاته کړه چې د یوې ویشتمې پېړۍ لویه اندېښنه د پلاستیک د کارولو پراختیا ده او په ښاري ژوند کې انسانان تر ۷۰ سلنو پورې د دغه عنصر سره سر او کار لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)