دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 190588
سرچینې: غور کې هوایي بریدونو ۶۶ طالب وسله وال وژلي
امنیتي ځواکونو د غور ولایت په مربوطاتو کې هوایي بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې ۶۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

باوري پوځي سرچینې وایي امنیتي ځواکونو د غور ولایت د شهرک ولسوالی په مربوطاتو کې د دولت ضد مخالفین په نښه کړي دي چې په پایله کې یې څه باندې ۶۸ وسله وال وژل شوي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د هوایي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
غور د افغانستان له نسبتاً امنو ولایتونو څخه شمېرل کیده، خو له څه مودې راپه دېخوا په‌کې د وسله‌‌والو فعالیت زیات شوی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7z9q7ak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته