دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 198102
سرچینې: کیدای شي امریکا ډېر ژر د خپلو زرګونه سرتیرو د ایستلو پریکړه وکړي
یو شمیر امریکایي سرچینې ویلي کیدای شي امریکا په راتلونکې اونۍ کې له افغانستانه د خپلو زرګونه سرتیرو د ایستلو پریکړه وکړه.

یو شمیر اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو (ان بي سي) خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي امکان شته چې امریکا راتلونکې اونۍ کې په رسمي ډول له افغانستانه د ۴۰۰۰ زرو امریکایي سرتیرو د ایستلو اعلان وکړي.
خو سرچینې دا هم ویلي چې افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه اعلامیه کې ویلي چې تر اوسه یې له افغانستانه د سرتیرو د ایستلو کوم امر نه دی ترلاسه کړی او دوی به افغان ځواکونو ته د روزنې او سلا مشورې ماموریت ته دوام ورکوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو اونۍ وړاندې افغانستان ته د سفر پرمهال له هیواده د خپلو ځواکونو د ایستلو خبر ورکړی و.
د همدې ترڅنګ د امریکا دفاع وزیر هم څه موده وړاندې ویلي و که چیرې طالبانو سره هوکړې ته هم ونه رسیږي، دوی به افغانستان کې خپل د خپلو ځواکونو شمیر کم کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgz79qxak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته