دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 197579
سرچینې: د هوکړې لاسلیک کیدو پر ځای او نیټې خبرې روانې دي
رپوټونه وایي د طالب او امریکایي استازو ترمنځ هوکړه بشپړه شوې او اوس پردې خبرې روانې دي چې دا هوکړه چیرته او څه وخت لاسلیک شي.

پاکستاني رسنیو د ځینو طالب سرچینو په حواله لیکلي چې قطر کې طالب او امریکايي پلاوي پر ټولو مواردو هوکړې ته رسیدلي او کیدای شي چې دا تړون د نوي میلادي کال یا کریسمس له رسیدو وړاندې لاسلیک شي.
سرچینې همداشان ویلي چې افغانستان ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سفر وروسته دغه هیواد کې پر طالبانو ځمکني او هوایی عملیاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
طالبانو دا هم ویلي چې دوی له خپلو مشرانو دا امر اخیستی چې نور پر امریکایي ځواکونو او د دوی پر تاسیساتو بریدونه ونه کړي.
د مذاکراتو تیرو دوو ورځو کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر د امریکایي ځواکونو د تاسیساتو شمیر او ځای طالبانو ته سپارلي، ترڅو د هغو د امنیت په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
طالب سرچینو ویلي امریکا سره د دوی اوربند افغان ځواکونو سره د جګړې زیاتیدو او کمیدو پورې هیڅ تړاو نه لري او په دې اړه امریکایانو سره هوکړه شوې ده.
د قطر دوحه کې له تیرو دریو ورځو راهیسې د طالب او امریکایي ځواکونو ترمنځ خبرې روانې دي.
تمه کیږی چې دا خبرې په همدې پړاو کې نتیجه ورکړي او افغانستان کې د جګړې اور د تل لپاره مړ شي.
بله خوا پاکستاني رسنیو د ځینو طالب سرچینو په حواله لیکلي چې قطر کې طالب او امریکايي پلاوي پر ټولو مواردو هوکړې ته رسیدلي او کیدای شي چې دا تړون د نوي میلادي کال یا کریسمس له رسیدو وړاندې لاسلیک شي.
سرچینې همداشان ویلي چې افغانستان ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سفر وروسته دغه هیواد کې پر طالبانو ځمکني او هوایی عملیاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
طالبانو دا هم ویلي چې دوی له خپلو مشرانو دا امر اخیستی چې نور پر امریکایي ځواکونو او د دوی پر تاسیساتو بریدونه ونه کړي.
د مذاکراتو تیرو دوو ورځو کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر د امریکایي ځواکونو د تاسیساتو شمیر او ځای طالبانو ته سپارلي، ترڅو د هغو د امنیت په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
طالب سرچینو ویلي امریکا سره د دوی اوربند افغان ځواکونو سره د جګړې زیاتیدو او کمیدو پورې هیڅ تړاو نه لري او په دې اړه امریکایانو سره هوکړه شوې ده.
د قطر دوحه کې له تیرو دریو ورځو راهیسې د طالب او امریکایي ځواکونو ترمنځ خبرې روانې دي.
تمه کیږی چې دا خبرې په همدې پړاو کې نتیجه ورکړي او افغانستان کې د جګړې اور د تل لپاره مړ شي
 
https://avapress.com/vdcd550fnyt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته