ښاغلي شاهین پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:
نن د امریکا مذاکراتي ټيم سره مو د شپې تر دوه نیمو بجو پورې خبرو دوام درلود. محترم ملا صاحب برادر او ډاکتر خلیلزاد هم موجود وو.
هغه زیاته کړه:
په مهمو ټکیو پرمختګ وشو. سبا دورځې یوه بجه به د یاد ټيم سره بله ناسته لرو.
ښاغلي شاهین پرون وویل چې د امریکا او طالب استازي د سولې هوکړې په اړه وروستي توافق ته نږدې شوي دي.