دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 191470
چارواکي وايي دوو کلونو کې به د پاشدان د اوبو بند جوړ شي
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، چې په هرات کې د پاشدان د اوبو بند د جوړولو کار به تر راتلونکو دوو کلونو بشپړ شي.

پاشدان په هرات ولایت کې د اوبو دویم لوی بند دی، چې د دغه ولایت له مرکز څخه په ۲۵ کیلو متره واټن کې موقعیت لري.
د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت وايي، چې د دغه بند ساختماني چارې ۴۲ فیصده پرمخ تللي دي او تر راتلونکو دوو کلونو به بشپړې شي.
د دغه وزارت سرپرست ګل محمد خُلمي وویل: "همدا شیبه شاوخوا اتیا لوی ماشینونه او ۳۰۰ نفره کارګران د پاشدان په بند کې کار کوی، چې د افغانستان په لویدیځ کې د اوبو د زیرمې یوه لویه پروژه ده، چې موږ کولی شو په دې بند کې موسمي سیلابونه ذخیره کړو".
د ښاغلي خُلمي پر وینا، دا بند به د دوه میګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ، ۱۳زره هکتاره ځمکه هم خړوبه کړي.
د هرات په کروخ ولسوالۍ کې د دغه بند د جوړولو کار په ۱۳۹۰ لمریز کال کې پیل شوی وو او ټاکل شوې وه، چې په درېیو کلونو کې بشپړ شي، خو د مختلفو لاملونو په سبب یې ساختماني چارې په ټپه درېدلې وې.
د پاشدان د اوبو بند په جوړولو ۱۷۷ میلیون امریکايي ډالر لګښت راځي، چې د افغانستان د پراختیايي بودجې له خوا تموېلیږي. دا بند یو کیلو متر اوږد او ۴۲ متره غوچ دی.
د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري وویل، چې د کروخ ولسوالۍ اوسیدونکو د پاشدان په مختلفو سیمو کې د پوستو په جوړولو سره، د دغه بند امنیت ټینګ کړی دی او چا ته یې د سیمې د ناامنه کولو اجازه نه ده ورکړې.
د هرات د والي عبدالقیوم رحیمي وویل، چې د دې بند د کانالونو په جوړولو هم کار روان دی او افغان حکومت هڅه کوي چې د افغانستان په ځانګړي ډول د هرات اوبه مدیریت کړي.
 
https://avapress.com/vdchqznzv23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته