د امریکا ولسمشر وویل زما د اسیتضاح کیدا موضوع مو په ټیلی ویژن لیدلی ده او دغه اقدام د امریکا د خجالت او د خلکو د بدنامولو لپاره یوه (۱) هڅه ده .
دامریکا ولسمشر ټرمپ وویل دغه اقدام د ولسی جرګې کانګرس د استخباراتی کمیټۍ د مشر ایډم شیف چې دډیموکراټ ګوند غړی دی لخوا دی او زیاته یې کړه ډیموکراټ ګوند جعلی ادعاګانې مطرح کوی .
هغه وویل دامریکا ډیموکراټ ګوند له بندون سره مخ دی او د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو
کښې به ماتی وخوری او په همدې دلیل زما د استیضاح کولو پلان ته مخه کوی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ تورن دی چې داوکراین له ولسمشر «ولادیمیر زلنسکی» سره په ټیلی فونی خبرو کښې یې په هغه دباو راوستلی دی چې د راتلونکی میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د جدی کاندید جوبایډن د زوی د فعالیتونو په هکله تحقیق وکړی .
بالاخره د امریکا دولسمشر ټرمپ حکومت د ولسی جرګې کانګرس د ډیموکراټ غړیو په دباو سره فیصله وکړه ددغوټیلی فونی خبرواترو متن خپور کړی اوخلک ترې خبر کاندی .