دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۰
د مطلب کود : 192367
نن په اسرائیل کې پارلمان دوه ویشتمې دورې لپاره انتخابات کېږی
نن په اسرائیل کې پارلمان دوه ویشتمې دورې لپاره انتخابات کېږی
د مرکزی شین او سپین ګوند مشر متقاعد پوځی بینی ګانتز د اسرائیل اوسنی صدراعظم بنیامین نتنیاهو د لیکود ګوند پر وړاندې انتخاباتو ته دریدلی.
ښاغلی نتنیاهو غواړی چې د څلورم ځل لپاره په انتخاباتو کې بریالی شی، خو په دې ټاکنو کې ګانتز د ده سخت سیال دی.
داسې
اټکل کیږی چې د دې انتخاباتو نتیجه به ډیره سره نژدې وی او که په دې ټاکنو کې کوم یو مخکې شو، هغه به غوڅ اکثریت خپل نه کړی او اړ به وی چې له وړو ډلو سره ایتلافی حکومت جوړ کړی.
د اټکلونو له مخکې د دواړو مخکښو کاندیدانو هرګوند ښایی د اسراییل د ۱۲۰ کسیز پارلمان شاوخوا ۳۲ څوکۍ خپلې کړی.
د اسراییل له نژدې نهه میلیونه نفوس څخه شاوخوا شپږملیونه او ۳۰۰ زره وګړی د رای ورکولو مستحق دی.
https://avapress.com/vdcd9x0f5yt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته