طوفان هريرود د مرکزي اسیا فوټبال جام حذفي پړاو لوبو ته لار پيدا کړه طوفان هریرود لوبډلې ته دا زېری وروسته له دې مخې ته راځي چې یادې لوبډلې تېره میاشت د سر په سر دویم او ټولټال درېيم ځل لپاره د افغانستان فوټبال غوره لیګ د اتلولۍ جام وګاټه.
د فوټبال اسیایي شورا د اعلان له مخی به د افغانستان د ۸م پړاو فوټبال غوره لیګ اتله طوفان هریرود لوبډله به د مرکزي اسیا فوټبال کلپونو اتلولۍ جام په حذفي پړاو لوبو کې ولوبېږي. طوفان هریرود لوبډلې ته دا زېری وروسته له دې مخې ته راځي چې یادې لوبډلې تېره میاشت د سر په سر دویم او ټولټال درېيم ځل لپاره د افغانستان فوټبال غوره لیګ د اتلولۍ جام وګاټه. طوفان هریرود فوټبال کلپ په فاینل لوبه کې د حاتم شېردل د ۹۵مې دقیقې د ګول پر مټ يو ـ صفر ګول په ترسره کولو سره شاهین اسمایي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ۸ ګډون کوونکو لوبډلو په کتار کې یې لومړی مقام او د اتلولۍ جام وګاټه. له دې وړاندې طوفان هريرود د لومړي ځل لپاره د افغانستان فوټبال غوره لیګ د اتلولۍ جام هم ګټلی و چې په دوه فاینل لوبو کې یې شاهین اسمایي او لومړی ځل یې سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکړې ده. طوفان هریرود لوبډله به د مرکزي اسیا فوټبال کلپونو په حذفي سیالیو کې له تاجکستان، ترکمنستان او یا هم د قرغزستان فوټبال غوره لیګ له یوې اتلې لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي. د فوټبال اسیایي شورا د معلوماتو له مخې د مرکزي اسیا فوټبال کلپونو حذفي سیالۍ به دراتلونکي ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشت کې ترسره شي چې موخه یې د ۲۰۲۰ کال اسیا بهترینه فوټبال کلپونو اتلولۍ جام ته لاره موندل دي. د یادونې وړ ده چې له طوفان هرویرد نه دمخه دوه کاله وړاندې د افغانستان فوټبال غوره لیګ ریکارډ ۴ ځلې اتلې شاهین اسمایي د لومړي ځل لپاره د اسیا کلپونو په حذفي سیالیو کې لوبې وکړې چې له ماتو سره مخ شوه او د اسیا فوټبال کلپونو ګروپي سیالیو ته یې لاره پیدا نه کړای شوه. د افغانستان د ۸م پړاو فوټبال غوره لیګ له ګټلو وروسته د فوټبال نړیوالې شورا مشر جیاني انفنټینو هم طوفان هریرود لوبډلې ته د اتلولۍ ګټلو مبارکي وویله. د افغانستان فوټبال غوره لیګ په ۲۰۱۲ کال کې د لومړي ځل لپاره ترسره شو چې په کې طوفان هریرود لوبډلې سمیرغ البرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو لومړۍ اتلولي وګټله. ورپسیسر په سر ۷ پړاونو کې شاهین اسمایي لوبډله د دې جام فاینل ته ورسېده چې ۴ ځلې یې د اتلولۍ جامونه وګټل خو دوه ځلې یې د طوفان هریرود او يو ځل یې د سپین غر بازانو لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه. د شاهین اسمایي د ۴ ځلې او طوفان هریرود لوبډلې ترڅنګ د دې لیګ په ۸ پړاونو کې د ۸ ګډون کوونکو له ډلې درېیمه لوبډله د سپین غر بازانو ده چې په ۲۰۱۵ کال کې یې ددې لیګ د اتلولۍ جام ګټلی دی.