دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۷
د مطلب کود : 192564
داسې استاد چې اصل کې ماشوم ښکاري
ایان فرانسس مانګاس وپيژنۍ نوموړی د فليپين په يوه سيمه ایز ښوونځي (کی جي) يا ابتدايي ټولګي کې ښوونکی دی. نوموړي عمر ۲۲ کاله دی، خو د څیرې، شکل او د قد له رويه کټ مټ د یو ماشوم په څير ښکاري، له همدې کبله خو بعضې وخت ناپيژندي پرې تیر ايستل کيږي او د يو ماشوم ګمان پرې کوي.
ایان فرانسس مانګاس وپيژنۍ نوموړی د فليپين په يوه سيمه ایز ښوونځي (کی جي) يا ابتدايي ټولګي کې ښوونکی دی.
نوموړي عمر ۲۲ کاله دی، خو د څیرې، شکل او د قد له رويه کټ مټ د یو ماشوم په څير ښکاري، له همدې کبله خو بعضې وخت ناپيژندي پرې تیر ايستل کيږي او د يو ماشوم ګمان پرې کوي.
ن تردې چې يوه ورځ د دوی د ښوونځي يوه ښځینه ښوونکي هم پرې تیروځي. نوموړې ښوونکي وويل، کله يې چې په لومړي ځل ایان فرانسس په ښوونځي کې وليده، هغه د ماشومانو سره په لوبو بوخت و. هيڅ تصور يې نه کوه چې هغه به پدې ټولګي کې ښوونکي يا استاد وي.
هغه زیاتوي.حیرانوونکی دا ده، چې کله تاسو هغه ووينئ حتما به پرې تیروځی ځکه چې هغه د يوه کوچني ماشوم په څير ښکاري او هيڅ توپير نه لري.
د دغې ښوونکي په وينا چې په لومړي سر کې يې ایان فرانسس خپل ټولګي ته هم نه پريښودو، د هغې په وينا فکر يې کوه، چې هغه يو زده کوونکی دی، خو کله يې خپل لباس بدل کړ او له هغې وروسته پدې پوه شوه چې هغه شاګرد نه، بلکې هغه د ماشومانو په روزنتون کې يو استاد دی.
۲۲ کلن ايان فرانسس وايي چې
د ټولګي د باندې ماشومانو سره خپلې لوبې کوي او کله چې ټولګي ته داخل شي، برخورد بدلوي او ډير جدي وي.
هغه وايي: (( زما نوم ایان فرانسس مانګا دی، زه د سن جوس منټا د سيمې یم. زه پدې ښوونځي کې دوه برخو(ګرېډ تري او روزنتون) برخو کې تدریس کوم. زه خپلو شاګردانو ته د مشر ورور په څير ښکارم.خو کله چې ټولګي کې دوی ته تدریس کوم، ډير جدي وم. د یو استاد په توګه تاسو باید هر وخت جدي واوسی.))
د يادونې وړ ده چې ایان فرانسس د خپلو درسونو پای ته رسولو وروسته د ۲۲ کلنۍ په عمر د ښوونکو په ازموینه کې ګډون وکړ او له ازموینه وروسته نوموړی بریالی شو. او اوس د فليپين په يوه سيمه ایز ښوونځي د استاد دنده پر مخ وړي.
ایان فرانسس زیاتوي چې په کوچنیوالي کې به اکثره وخت ناروغ و، شاید همدا لامل وي چې نوموړي وده ونشوه کولی.
ياده دې وي چې په ایان فرانسس کې تراوسه هم د بلوغ نښې نښانې ندي ښکاره شوي او تر نن ورځې پورې د يوه ماشوم په څیر لیدل کيږي.
یاده دې وي چې نوموړی ۵ فوټه او ۴ انچې لوړوالی لري او تراوسه هم د هغه څیره کې تغير ندی راغلی، بلکې د کوچنیوالي څخه نور هم تازه شوی او د يوه کوچني ماشوم په څير ښکاريږي.
https://avapress.com/vdcceiqs02bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته