دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 192779
ملی دفاع وزارت: طالبانو ډله خپل اړیکه د القاعدی سره نه دی قطع کړي
د افغانستان دفاع وزارت وایی چی طالبانو تراوسه هم د القاعده سره اړیکه لری او افغانستان امنیتی ځواکونه طالبانو باندی فشار راوړي ترڅو خپل اړېکې د نورو تروریستی شبکو سره قطع کړی.
دا اظهارات په داسی حال کې صورت نسی چی ۱۲ ورځې مخکې د القاعده رهبر د هند نیم قاره لپاره د هلمند په ولایت کې ووژل شو.
روح الله احمدزی د افغانستان دفاع وزارت رسنیو ته ویلی دی چی ددی کس وژل کېدل دا ثابتوی چی طالبان تراوسه ددی تروریستی ډلې سره اړیکه لری.
تیره ورځ(سه شنبه ۱۶ میزان) افغانستان ملی امنیت عمومی ریاست تایید کړه چی القاعده شبکه ارشد رهبر د موسی قلعه په ولسوالی کې وژل شوی دی.
د ملی امنیت عمومی ریاست په وینا، عاصم عمر چی پاکستان اوسیدونکې دی، د القاعده نورو شپږ غړو سره د افغان او امریکایی ځواکونو ګډ عملیات په ترڅ کې د سپتامبر په ۲۷ تر هدف لاندی ونیول شو او ټوله ووژل شو.
همدارنګه قاری یوسف احمدی د طالبانو ویاند په یو اعلامیه کې ویلی دی، د القاعده رهبر وژل کېدل د هند نیم قاره لپاره حقیقت نه لری.
 
https://avapress.com/vdca0un6o49no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته