د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی، چې د سعودي عربستان د دفاع لپاره زرګونه نور پوځیان ور استوي.
د امریکا د دفاع وزیر، مارک اېسپر، ویلي چې دا ځل به جنګي الوتکې او توغندي ضد سیستم هم په سعودي عربستان کې ځای پر ځای کوي.
هغه ویلي، دا د هغو هڅو یوه برخه ده، چې په وینا یې موخه یې د ایران له تېري د سعودي ساتنه ده.