دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 193010
د ولسي وګړو په کورونو او بازارونو د ګډو ځواکونو د عملياتو او چاپو په دوام دا ځل بيا ګډو ځواکونو په غزني او پکتيا ولايت کې يو ښوونځی او ګڼ دوکانونه ویجاړ کړي دي.
زمونږ خبریال سرچینی وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د غزني ولايت ده يک ولسوالۍ په بالايي سيمه کې د سيمې يوازينی ښوونځي نړولی دی او همدا راز يې د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ په کولالکو سيمه کې په يو بازرا چاپه وهلې ده او د ملکي وګړو ۲۰۰ دوکانونه يې ويجاړ کړي دي.
د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو د دوکانونو دروازې ماتې کړي، ځينې دوکانونه او يو هوټل يې ونړاوه، نغدې پيسې او مالونه يې چور کړل چې له امله يې خلکو ته ګڼ شمير مالي زيان ورسېد.
په دغه چاپه کې يو دوکاندار هم د ګډو ځواکونو له لوري وژل شوی دی.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ملکي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو چاپې او بريدونه تر بل هر وخت زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په مالي او ځاني تلفاتو کې په بې سارې توګه زیاتوالی راغلی دی.
څو مياشتې وړاندې هم په غزني ولايت کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې لسګونه دوکانونه سوځول شوي وو او د خلکو سوداګريز توکي له منځه تللي وو او ځينې يې ګډو ځواکونو له ځان سره وړي وو.
https://avapress.com/vdcjvtevyuqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته