دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 193055
د سعودي او ایران تاوتريخوالي کمولو په موخه عمران خان له ایراني چارواکو سره ليدلي
د پاکستان لومړي وزير عمران خان د سعودي او ایران تاوتريخوالي د کمولو په موخه د ایران له مذهبي مشر اية الله سید علي خامنه يي او ولسمشر حسن روحاني سربېره نورو ایراني چارواکو سره ليدلي دي.
له لومړي وزير عمران خان سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د ای ایس اي مشر ډګر جنرال فیض حميد او نور وزيران هم ملګري دي.
د ایران پلازمېنې تهران ته په رسېدو د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د پاکستاني پلاوي هرکلی کړی دی.
له عمران خان سره ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د ایران ولسمشر روحاني وويل، د پاکستان لومړي وزير ورته ويلي، چې د سعودي او ایران ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو هڅه کوي او نه غواړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه شخړه په جګړې بدله شي.
عمران خان وايي، که د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پېښه شي، دې سره به نړۍ کې د تېلو بيو کې بې ساري زياتوالی راشي او نړۍ کې به ناامني او بې وزلي نوره هم زياته شي.
د پاکستان لومړي وزير زياته کړې، چې د تهران او رياض ترمنځ شته جنجال پيچلی دی او غواړي، د دواړو هېوادونو د شته جنجال د حل په موخه د روغې جوړې هڅه وکړي.
عمران خان وايي، دا ګام يې د هېڅ لوري په غوښتنه نه دی ترسره کړی، بلکې پاکستان غواړي، په سيمه کې د تاوتريخوالي د زياتېدو مخه ونيسي او دا يې خپله پرېکړه ده.
د ایران مذهبي مشر اية الله علي خامنه يي هم  ويلي، سيمه کې د تاوتريخوالي کمولو په موخه د پاکستان د هڅو ستاينه او درناوی کوي.
د پاکستان د لومړي وزير دفتر رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې ويلي، د پاکستان په هڅو به سيمه کې د تاوتريخوالي د زياتېدو مخنيوی وشي.
عمران خان به د ایران له يوه ورځني سفر وروسته نن بېرته پاکستان ته لاړ شي، هلته به د کابينې غونډې مشري وکړي او د برتانيې له شهزاده کيټ ميډلټن سره به وګوري او نن دوشنبه به بېرته سعودي عربستان ته روان شي.
د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې ایران او سعودي ته سفر کوي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې سختې ترينګلې دي، ورمه ورځ هم ایراني چارواکو ويلي، چې سعودي ساحل ته څېرمه د ایران د تېلو پر يوه بېړۍ توغنديز برید شوی دی.
عمران خان تر دې مخکې ويلي و، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د سعودي وليعهد محمد بن سلمان ترې غوښتي وو، چې د ایران او سعودي ترمنځ پيدا شوي تاوتریخوالي په کمولو کې د منځګړي رول ادا کړي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې عمران خان به په خپل ماموريت کې بریالی شي که نه.
https://avapress.com/vdciwpazwt1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته