دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 193146
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ»

په افغانستان کې د نظامي حضور غځولو ته لېوالتیا نه لرو

په افغانستان کې د نظامي حضور غځولو ته لېوالتیا نه لرو
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ»و ایي، نور امریکا د افغانستان په جګړه کې لېوالتیا نه لري او هغه وخت رارسېدلی چې خپل سرتېري له دې هیواد څخه وباسي.
ټرمپ چې په واشنګټن کې یې یوې کمپایني ناستې ته وینا کوله، وویل « په افغانستان کې زمونږ له نظامي شتون سره، سره په دې هیواد کې شرایط نه دي ښه شوي او د افغانستان خلګ لا هم په یو خراب وضعیت کې ژوند کوي».
نوموړي زیاته کړه « که څه هم خپلو جنرالانو ماته ویلي، چې په افغانستان کې طالبان له غرونو راکښته کېږي او خپلې حملې زیاتوي؛ نو ځکه ښايي هلته زمونږ جګړه سخته شي، مګر اجازه راکړئ چې په واضح ډول ووایم، مونږ له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسو، مونږ باید خپل هیواد او خپله اردو جوړه کړو».
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل : نور نه غواړي چې په افغانستان کې د نړیوال پولیس دنده ولري؛ ځکه په خبره یې، امریکا په سیمه کې ګڼې ستونزې لري او دا مهال یې چین او روسیه د دوو سترو رقیبانو په حیث رامخته شوي.
د امریکا ولسمشر داسې مهال د افغانستان له جګړې بېزاره ښکاري، چې څه موده وړاندې یې ددې جګړې د ختمولو په تړاو له طالبانو سره کېدونکي مذاکرات ودرول؛ خو وروسته یې یوې کمپایني ناستې ته وویل، چې نور د بې پایه جګړو د پای ته رسولو او خپل هیواد ته د عسکرو د راستنولو وخت رارسېدلی
https://avapress.com/vdcjxtevmuqehvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته