دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۱
د مطلب کود : 193591
د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر مارک ایسپر نن ناببره کابل ته راغی چې له افغان چارواکو سره وویني.
تراوسه پورې د ښاغلي اسیپر د سفر د هدغ په اړه څه نه دي ویل شوي.
نوموړی تر دې وړاندې پرون په منځني ختیځ کې و.
ده د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې، چې منځني ختیځ ته روانه وه؛ وویل، د سوریې له شماله د خپلو ځواکونو د ایستلو سرعت یې د ورځو خبره نه ده بلکې د اوونیو ده.
ده زیاته کړه، د عراق په ختیځ کې به امریکايي پوځیان دوه لوی هدفونه ولري چې یو د عراق له دفاع سره مرسته ده او دوهم د داعش پر ضد مبارزه ده.
ایسپر په الوتکه کې خبریالانو ته همدړاراز وویل، باور لري چې امریکا په افغانستان کې هم د خپلو شمېر کمولی او له شاوخوا ۱۴ زرو څخه یې ۸۶۰۰ ته رالږولی شي.
دا هغه شمېر دی چې مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو سره پرې سلا کړې وه.
ایسپر په عین حال کې وویل، له افغانستانه به په هغه صورت کې امریکا خپل پوځیان وباسي چې له طالبانو سره یوې موافقې ته ورسېږي.
دا له کله چې ایسپر د امریکا دفاع وزیر ټاکل شوی دی، افغانستان ته د نوموړي لومړنی سفر دی.
https://avapress.com/vdcdns0ffyt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته