دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 193797
کندهار کې انسان تښتوونکي ووژل شول
کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کندهار ولایت منسوبینو تېره ورځ دوه انسان تښتوونکي په ډزو وژلي دي.
دغه وزارت زیاتوي، یادو کسانو د کندهار ښار د دوهمې حوزې له اړوند سیمو یو لس کلن ماشوم تښتولی و او د ماشوم له کورنۍ یې د ډېرو پیسو غوښتنه کړې وه، چې د پیسو د نه ترلاسه کولو له امله یې د معصوم ماشوم په وژلو لاس پورې کړی و.
د خبرپاڼې په حواله، د کندهار ولایت پولیسو په ښورندام سیمه کې د انسان تښتوونکو د نیولو په هدف عملیات پیل کړل، چې ترمنځ یې نښته رامنځته شوې او دواړه انسان تښتوونکي د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دي.
https://avapress.com/vdcb9fb8zrhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته