دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 193851
ناټو: له امریکا سره به يو ځای له افغانستانه وځو
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ويلي، دوی له امریکايي عسکرو سره يو ځای افغانستان ته راغلي او يو ځای به ورسره وځي.
ښاغلي سټولټنبرګ نن د بجليم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو دفاع وزيرانو غونډې ته په پرانيستونکې وينا کې وويل، چې ناټو لپاره د افغانستان سوله لومړيتوب دی او هڅه کوي، چې سولې ته زمېنه برابره کړي.
هغه زياته کړې، چې داعش ډله هڅه کوي، په افغانستان کې ځان لپاره خوندي مرکزونه پيدا کړي، خو دوی به يې له افغان امنيتي ځواکونو سره په ګډه مخنيوی وکړي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې وړمه ورځ يې په بروکسل کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره هم د سولې په اړه خبرې کړې وې او ټينګار يې کړی و، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې درېدلې خبرې بايد بېرته پيل شي.
سټولټنبرګ له خلیلزاد سره د سولې په اړه خپله ناسته ګټوره بللې وه او ويلي يې و، چې ناټو د سولې په اړه د هر ډول هوکړې ملاتړ کوي.
https://avapress.com/vdccp1qss2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته