دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۶
د مطلب کود : 193902
سبا چین د افغان سولې په تړاو د څلور اړخیزې مشورتي ناستې کوربه دی
ټاکل شوې ده سبا پنجشبنې د چین په پلازمینه بیجینګ کې د افغانستان سولې به تړاو یوه څلور اړخیزه ناسته جوړه شي.

د پاکستان، چین، روسیې او امریکا استازي په دغه ناستې کې د افغان سولې په تړاو خبرې کوي.
د همدې ترڅنګ ټاکل شوې ده چې په چین کې دافغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو ناسته هم جوړه شي.
دې ناستې لپاره د پخوانی ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغان سیاستوالو یو ۳۰ کسیز پلاوی چین ته روانیږي.
دغې خپلمنځي ناسته کې چې د اکټوبر له نهه ویشتمې تر دیرشمې نیټې ترسره کیږي، د طالبانو یو ۱۵ کسیز پلاوی هم ګډون کوي.
په داسې حال کې چې تر اوسه د افغانستان د سولې په تړاو هیڅ یوې ناستې مثبته پایله نه ده ورکړې او د ولسمشریزو ټاکنو پایله هم معلومه نه ده، یو شمیر کارپوهان راتلونکې ناستې ګټورې بولي.
د افغانستان حکومت تر اوسه دا نه دي ویلي چې دغه ناسته کې یې استازي ګډون کوي که نه.
له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا، متحده ایالتونو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، برتانیا، جرمني، ایټالیا، فرانسې او ناروې ځانګړو استازو د اروپايي ټولنې مرکز بروکسل کې پر افغانستان خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې چې د اکتوبر پر ۲۲ وشوه، د افغانستان د سولې بهیر پر اوسني حالت او دې برخه کې له افغانانو سره د همکارۍ پر لارو چارو خبرې وشوې.
دوی د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو پر مهال د ټولو خواوو د اوربند غوښتنه کړې، چې له مخې یې د ناستې ګډونوال د افغانستان د راتلونکي لپاره سیاسي لار نقشې لپاره جوجاړي ته ورسېږي.
 
سرچينه : تلویزیون یک
https://avapress.com/vdcjytev8uqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته