دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 194137
عبدالله عبدالله: د سولې لپاره باید واحد دریځ موجود وي
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د افغان سولې لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه فرصتونه رامنځ ته شوي دي او باید له دې فرصتونو ګټه پورته شي.
دده په خبره د سولې د د مذاکراتو لپاره باید هېڅ فرصت ضایع نه کړل شي او په دې برخه کې باید واحد دریځ موجود وي.
هغه زیاته کړه چې افغانان سولې ته اړتیا لري، نو سوله باید لومړیتوب وي او ټول اړخونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
ټول افغانان د سولې تږي دي او غواړي چي په افغانستان کي تل پاتې سوله راشي او دا کار هغه وخت کیدای شي چي ټول افغانان لاس په لاس او یو موټي شي.
https://avapress.com/vdcaeyn6049no61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته