دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 194248
طالبانو جوزجان کې ۲۰ افغان سرتېري وژلي ـ ولسوال
د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې تر شلو افغان امنیتي او دفاعي سرتېري وژل شوي دي.

د اقچه ولسوال غلام سخي سبحاني د سې شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۲۹مه «لړم۷مه» امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ په بلاحصار سیمه کې پر څو امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د څو ساعتونو لپاره یې دوام لاره.
ولسوال وویل: "طالبانو تېر شپه دوه بجې بریدونه وکړل، بالاحصار یې ونیوئ، تقریباً شل تنه شهیدان لرو، پنځه تنه طالبانو له ځان سره وړي دي،پنځه پولیس ټپي شوي او یو ملکي کس هم وژل شوی دی."
نوموړي زیاته کړه، چې نن سهار وختي اقچه ولسوالۍ ته تازه دمه ځواک رسېدلی، خو وايي، چې بلاحصار اوس هم د طالبانو په واک کې دی.
د جوزجان امنیه قوماندان واحد وجدان هم د یاد خبر په تائید سره امریکا غږ ته وویل، چې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی او د بلاحصار هم ورڅخه بېرته نیول شوی دی.
هغه وویل: "طالبانو تېره شپه برید کړی، دواړه لوري تلفات لري، طالبان پر شا تمبول شوي دي، بلاحصار دا مهال د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی."
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسؤلین وايي، په دغه نښته کې افغان دفاعي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري او وايي په دې اړه څېړنې کوي.
طالبانو د یاد برید د مسؤلیت په منلو سرو په دغه جګړه کې د ۲۷ افغان سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده،
 
https://avapress.com/vdcdoo0fjyt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته