دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 194394
افغان ځواکونو تېره شپه د غور ولایت فېروز کوه په کاسیانو سیمه کې د طالبانو مشهور قومندان مولوي یوسف له لسو نورو وسله والو سره وژلی دی.
د غور چارواکي وایي، طالبانو تېره شپه د کاسیانو په سیمه کې پر دولتي پوستو جګړه پیل کړه چې په ترڅ کې یې دوه پولیس وژل شوي، خو وروسته افغان ځواکونو ته هوايي مرسته ور رسېدلې چې په ترڅ کې یې د طالبانو قومندان مولوي یوسف له لسو وسله والو سره وژل شوی دی.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، مولوي یوسف د غور په شمال کې د طالبانو ټولې نظامي چارې رهبري کولې.
طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcf1jdyjw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته