دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 194451
پر اسرایلي کمپنۍ د واتسپ(Whats App) د جاسوي تور پوري شوی
د واټساف ټولنيزې رسنۍ لخوا پر موبايل اپلکيشن جوړونکي اسرايلي فرم کمپنې باندي د جاسوسۍ تورونه پورې شوي دي او د امريکا له قضايې ادراې څخه يې غوښتي چې ددغې کمپنۍ پر وړاندي قانوني چلند وکړي.
د سرچينو په اساس اسرايلي فريم کمپنۍ د واټساف نه په استفادې په 20 هيوادونو کې د 1400 کسانو جاسوسي کړي ده.
چې د جاسوسي دغه پرګرام د مکسيکو،بحرين او متحده عربي اماراتو کې هم ترسره شوی.
واټساف د موبايل جوړونکي اسرايلې فرم کمپنۍ د(NSO) پرګرام د مخالفت سره سره دا دعوه کړي چې اسرايلو د موبايل اپلکيشن (N S O) نه په ګټې اخيستنې د واټساف کارونکي په نښه کړي دي.
اسرايلي فرم کمپنۍ د(NSO) پروګرام پواسطه په 20 هيوادونو کې په پراخه پيمانه د ژورناليستانو، سياسي رهبرانو او د بشري حقوقو دفعالانو جاسوسي کړي ده.
خو دا لا معلومه نه ده چې دا جاسوسي او څارنه د څه په پار شوي ده.
ښکاره خبر ده چې اسرايلي فرم کمپنۍ دغه ټيکنالوجي په نورو هيوادونو هم پلورلې ده او ويلې يې دي چې له دغې ټيکنالوجي څخه په امنتي ادارو کې ګټه اخيستل کيدلای شې.
ؤاټساف هغه ټولنيزه رسنۍ ده چې له فسبوک وروسته يې ډیری افغانان کاروي او ان په ډيرو مهيمو مسلو کې ترې ګټه اخلي. داسې ويل کيږې چې په افغان سوله کې د طالب مرکچيانو لخوا تقريبا ټول پيغامونه د واټساف له لارې ليږدول شوي دي.
او د امريکا د کانګريس د يوه غړي له لوري په مسخریی ډول زلمي خليلزاد ته ويل شوی وو چې د سولې ټوله پروسه يې د واټساف له لارې پر مخ وړې ده.
بل پلو بيا افغان دولتي چارواکي هم د خپلو معلوماتو د ليږد راليږد لپاره واټساف څخه ګټه اخلي او په دې باور دې چې واټساف تر ټولو خوندي رسنۍ ده.
دا په داسې حال کې ده چې ډیری وخت امريکايې او افغان فوځيان هم له واټساف څخه کار اخلي .
دې ورستيو کې امريکايې فوځ خبرداری هم ورکړی وو چې واټساف خوندي نه دی او له يو لړ ګواښونو سره مخ دی. دوی غوښتنه کړي وه چې امريکايې او افغان ځواکونه ته بايد يو نوی اپلکشن جوړ شې تر څو په خپلو منځونو کې دمعلوماتو د ليږد په پار ترې ګټه واخلې.
واټساف په نړۍ کې يو له هغو رسنيو څخه شميرل کيږی چې ډير کارونکي لري. او د فسبوک لخوا تر اخيستل کيدو وروسته ددغې رسنۍ کارونکي نور هم زيات شوي.
داسې فکر کيده چې واټساف یو له خوندي رسنيو څخه ده. خو دا لومړی ځل ده چې د واټساف په اړه انديښنې او شکونه رابرسيره کيږي.
https://avapress.com/vdcjixevvuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته