دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 194476
طالبان د ګذرګاه نور ولسوالۍ له خلکو په زور پيسې او وسلې غواړي
د بغلان د گذرګاه نور ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې طالبان له ځايي خلکو څخه په زور پيسې او وسلې غواړي.
د ګذرګاه نور قومي مشر محمد عظیم وايي، له هغې ورځې راهیسې چې طالبانو دا ولسوالي نیولې له خلکو باج ټولوي او هغه کورنۍ چې زامن یې په امنیتي او دولتي ادارو کې دنده ولري مجبور دي چې ۲ سوه زره افغانۍ یا هم دوه میله کلاشنکوف طالبانو ته واخلي.
ګذرګاه نور ولسوالي چې دوه میاشتې وړاندې طالبانو نیولې، له همغې ورځې راهیسې ورته ټولې ورغلې لارې د طالبانو لخوا په ماینونو پوښل شوې دي.
د ګذرګاه نور اوسېدونکی نبي محمد د طالبانو د ماینونو په اړه وايي، دوی ته ګواښ شوی دی که د هر چا موټر د طالبانو د سړک د غاړې په ماین ولګېد، تلفات یې په خپل ځان دي او کورنۍ به یې سل زره افغانۍ طالبانو ته تاوان ورکوي: (( له هغې ورځې راهیسې چې طالبانو د ګذرګاه نور لارې تړلې دي، خلک د خوړو له نشتوالي سره لاس و ګریوان دي.))
خو د ګذرګاه نور ولسوال عبدالحنان اندرابي بیا وايي، له ولایتي چارواکو سره یې ستونزه شریکه کړې ده او ډېر ژر به دغه ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل شي.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي خلک وايي له هغې ورځې راهیسې چې دا ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې په کې مخابراتي شبکو کار پرې ایښی او ښوونځي هم تړل شوي دي.
ځايي خلک وايي، که یې ستونزو ته لاسرسی ونه شي، په دغه ولسوالۍ کې به انساني ناورین رامنځته شي.
https://telegram.me/avapress-ps
 
سرچينه : تاند
https://avapress.com/vdcgut9q3ak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته