دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 194684
هلمند ولایت کي د لړمانو د روزني فارم جوړشو
د کرنې او مالدارۍ وزارت د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د لړمانو د روزنې د لومړني فارم د پرانیستلو خبر ورکوي.
دکرني وزارت وايي، دا تر هرات وروسته د هېواد په کچه د لړمانو دویم ستر فارم دی چې په دغه فارم کې ۱۶ زره لړمان روزل کېږي.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمی الکو وايي، دا فارم د خصوصي سکټور لخو جوړ شوی، خو د کرنې وزارت به ورسره هر اړخیزه همکاري کوي موږ به یې د مسوولانو سره په فني او مسلکي برخه کې همکاري کوو، د ګټې اخیستنې په برخه کې به ورسره د بازار مرسته هم وکړو.
دا په داسې حال کې ده چې د کرنې وزارت مسوولان وايي، په فارم کې د روزل کېدونکو لړمانو خوراک چینجیان دي او هر لړم په دریو میاشتو کې درې قطرې زهر تولیدوي چې د یو کیلو زهرو بیه یې نږدې ۱۰ میلیونه ډالر ده.
https://avapress.com/vdch6knzk23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته