سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغان حکومت له فساد سره په مبارزه کې د پرمختګونو سربیره، په دې برخه کې د پام وړ ننګونو سره مخامخ دی او د فساد ضد مهمې دولتي ادارې اوس هم د سرچینو کموالی تجربه کوي.
د سیګار په راپور کې راغلي: "افغان حکومت د ۲۰۱۹ کال تر جون میاشتې پورې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ۷۶ معیارونو له جملې ۵۷ پوره کړي، خو د پاتې معیارونو د پوره کولو په تړاو اندېښنې شته دي او د پام وړ نتایجو د ترلاسه کولو لپاره دوامداره اقداماتو ته اړتیا ده".
سیګار ویلي، سره له دې چې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې د معیارونو د پوره کولو په برخه کې پرمختګونه کړي دي، خو لا هم په دې برخه کې د مبارزې په وړاندې جدي ننګونې په خپل ځای پاتې دي.
د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې د راپور په اساس د افغان دولت د فساد ضد مهمې ادارې د سرچینو له کموالي سره مخامخ دي، خو سیګار څرګنده کړې نه ده چې دا سرچینې کومې دي.
د سرچینو د کموالي سربیره سیګار په اداري فساد کې د ښکیلو ځواکمنو کسانو معافیت او د اداري فساد پر ضد د مبارزې ځانګړې محکمې د فعالیتونو کمېدل د نورو جدي ننګونو په توګه یادې کړې دي.
سیګار ویلي، که څه هم افغان حکومت له فساد سره د مبارزې زیات معیارونه پوره کړي، خو دا تضمین نشته چې پیل شوي اصلاحات به له قوي سیاسي ارادې پرته دوام وکړي.