دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 195175
بادغیس کې د یوې ښځينه په ګډون شپږ پولیس ووژل شول
د بادغیس په مقُر ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله د یوې ښځینه پولیسې په ګډون شپږو پولیسو ژوند له لاسه ورکړ.

په بادغیس کې امنیتي چارواکي وایي، پېښه نن سهار پنج شنبې( د لړم په ۱۶مه نېټه) د مقر ولسوالۍ  قرقیچ کلي په داسې حال کې شوې چې د یادو سرتېرو  سورلۍ موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شو.
د بادغیس د امنیې قومندانۍ د امینت امر، شېراقا الکوزی وايي:«دغه سر تېري د معاش اخیستو لپاره د مقر ولسوالۍ قلعه نو ښار ته روان ول چې موتړ یې د سړک غاړې پر ماین وخوت.»
الکوزی زیاتوي چې دا ماین طالبانو اېښی وو.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5k0fkyt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته