د ښاغلي محمودي خپلوان(دوشنبې د لیندۍ په ۴مه نېټه) وايي چې نوموړی له څلورو ورځو راهیسي د کابل له شنې سیمې لادرکه شوی دی او د برخلیک په تړاو یې مالومات نلري.
خپلوان یې وايي چې ښاغلی محمودي په لوګر ولایت کې د ماشومانو جنسي زورونې د راپور له خپرېدو وروسته ګواښل کېده.
په همدې حال کې پخواني ولسمشر، حامد کرزي هم نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال د ښاغلي محمودي په تړاو پوښتنې په ځواب کې وویل:«که نوموړی د ملي امنیت لخوا نیول شوی وی، باید چې ژر ترژره خوشې شي.»
ښاغلي محمودي کابو دوې اوونۍ مخکې له طلوع نیوز سره د لوګر په ښوونځیو کې د ماشومانو د زورونې په تړاو خپلې موندنې شرېکې کړې.
په لوګر کې د کابو۵۵۰زده کوونکو په اړه خبر ورکړ چې د جنسي تیریو قرباني شوي دي.
محمد موسی محمودي ویلي وو چې دغه څېړنه یې په شپږو میاشتو کې ترسره کړي او یواځي یې د مرکز شپږ ښوونځیو له زدکوونکو سره خبرې اترې کړي دي.
ښاغلی محمودي په داسې حال کې چې د یادو پېښو په تړاو لسګونه زورونکي انځورونه ترلاسه کړي.