دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۳۳
د مطلب کود : 196320
ولسي جرګې ته د ماليې وزارت چارسمبالی وغوښتل شو
د مالیې وزارت چارسمبالی(سرپرست) ولسي جرګې ته په دې خاطر غوښتل شوی و، چې په بودجه کې میلیاردونه افغانۍ بېځایه لګیدلې دي.

ولسي جرګې د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۴) د مالیې وزارت چارسمبالی د تېر کال په بودجه کې د میلیاردونو افغانیو د بېځایه لګیدو په تړاو غوښتی و.
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون مشر محمد عظیم محسني ویلي، دغه افغانۍ د ټولو خلکو حق دی؛ خو په بې شرمۍ د حکومت لخوا غلا شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په وروستي یوه کال کې د میلیاردونو افغانیو بې ځایه لګیدل د خلکو په حق کې ستره جفا ده.
په ولسي جرګه کې د پنجشېر استازې راحله سلیم وایي، چې بودجه یو قانون دی او سرغړونه ترې جرم دی. د تېر کال د بودجې په لګښت کې ولسمشر په څوارلس برخو کې سرغړونه کړې او سمه نده، چې د خلکو پیسې په ټاکنیز کمپاین کې ولګول شي.
که څه هم د مالیې وزارت چارسمبالی استماعیه ناستې ته بلل شوی و؛ خو د ولسي جرګې غړیو د استجوابیه ناستې غوښتنه وکړه، چې د هغه لخوا د نه چمتووالي له کبله رد شوه.  
د مالیې وزارت چارسمبالي همایون قیومي څرګنده کړې؛ مونږ استعماعیه ناستې ته رابلل شوي یو، استجوابیه هغې ته چمتوالی نلرم او په بله ناسته کې به ګډون وکړم.              
باالاخره ولسي جرګې د رایو پر غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه، چې د مالیې وزارت چارسمبالی او د مرکزي پلټنې ادارې رییس نورو ناستو ته ورشي او په دې اړه، چې حکومت ولې میلیاردونه افغانۍ بېځایه لګولي باید د افغانستان خلکو ته سپیناوی ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcgx39qzak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته