د افغانستان اسلامي جمهوريت او هند جمهوريت ترمنځ د استرداد په برخه کې د همکارۍ هوکړه ليک د دواړو هېوادونو د ذیصلاح چارواکو تر تصویب او منلو وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزير جلالتمآب ادریس زمان او کابل کې د هند سفير ښاغلي وینی کمار ترمنځ تبادله شو.
د یادونې وړ ده چې ياد هوکړه ليک د ١٣٩۶ لمریز کال د وږې په ٢٤مه نېټه چې د ٢٠١۶ز کال د سپتمبر ١٤مې نېټې سره برابره ده, تر تصويب وروسته د دواړو هېوادونو استازو لخوا په نوي ډيلي کې لاسلېک شوې و.