دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 196534
امریکا په منځنۍ اسيا کې سر زوري کوي
چين وايې له ډيرو کلونو راهیسې چې دوی په منځنۍ اسيا او سيمه کې پانګونه ډيره کړي ، د امريکا سر زورۍ سياست په منځنۍ اسيا او سيمه کې نا امني راوستئ او د دې هيوادو د کمروريو سبب شوی دی.
امريکا په تيرو دوو کلونو کې په ايران سخت اقتصادي بنديزونه ولګولو هغه دولت چې اوس له چين سره نسبتا تودې اړيکي لري او بل پلو امريکا له سوريې خپل ځواکونه و ايستل.
خو بل پلو بيا چين په تير يو کال کې ٢٠ ميليارده ډالر له عربي هيوادونو سره مرسته کړئ ده.
د چين د بهرنيو چارو د وزير مرسيال ”چن شيادونګ “ وايې (( امريکا د خپل اقتصادي ځواک او پراخ نفوذ په درلودلو سره په سيمه کې خپل سری او يو طرفه سياست پر مخ وړې.))
ښاغلی چن شيادونګ زياتوي چې د امريکا دې خپل سری او يواړخيز سياسيت په سيمه کې د ناامنيو او بحرانونو سبب شوی دی.
چين له لويو پانګونو سره سره اوس په جيپوتي هيواد کې چې اتوپيا او اريتره هيوادونو سره پر پوله پروت دی، يوه لويه نظامې اډه جوړه کړي.
چين همدارنګ په سيمه کې له پاکستان سره د بريښنا د توليد او د بريښنا د مصرف په برخه کې ميلياردونو ډالر مرسته کړي ده.
او بل پلو يې په عراق کې چې د امريکا تر سياسې نفوذ لاندي هيواد دی د نفتو د تصفيې لپاره ميلياردونه ډالر لګوي.
چين په دې وروستيو کې ډير کوښښ کوي چې په سيمه کې خپل نفوذ پراخ کړي او ددې لپاره يې ډيرې هلې ځلي کړي او ډير پانګه اچونه يې هم کړي ده .
خو چين امريکا په دې تورنه وي چې په سيمه کې د دوی د اقتصادي پراختيا مخه نیسې او نه پريږدې چې د سيمې او منځنۍ اسيا هيوادنو اقتصاد وغوړيږي.
چين دغه نيوکې په داسې حال کې په امريکا کوي، چې څه موده مخکې امريکا او اروپا د چين هغه کړنې په شدت وغندلي چې د ايغور مسلمانو په وړاندي يې تر سره کړي وي او په هغو يې سخت بنديزونه ولګول.
د يادونې وړ ده چې له ٦ مياشتو راهیسې په هانکانګ کې چې نسبتا خپواکه سيمه ده د چين پر خلاف لاريونو دوام لري چي چینايې چارواکي وايې ددې لاريونونو تر شا د امريکا لاس دی .
هيره دې دې نه وي چې د چين او امريکا ناندۍ په داسې حال کې توديږي چې د چين په پلازمينه بيجينګ کې د طالبانو او افغان دولت تر منځ بين افغاني ناسته تر سره کيږي.
https://avapress.com/vdcds90foyt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته