دخپریدو نیټه :جمعه ۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 196645
د فرانسې ولسمشر د ترهګرو په ملاتړ تورن شوی
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په اړه د فرانسې د ولسمشر اېمانوېل مکرون غندنه رد کړې او پر نوموړي یې تور پورې کړی، چې د ترهګرو ملاتړ کوي.
مولود چاووش اغلو چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دی، خبریالانو سره یې په خبرو کې دا هم ویلي، چې مکرون غواړي د اروپا مشر شي، خو پښې یې لړزېږي.
ترکیه له فرانسې سره وروسته له هغې ترخې اړیکې څرګندوي، چې تېره میاشت د سوریې ډیموکراټیک ځواک ویانده جهان احمد فرانسې ته په رسمي سفر ولاړه او د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره یې ولیدل.
ترکیې د همدې لېدنې پر سبا د سوریې په شمال کې د کردي وسلوالو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل، چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځي عملیات وغندل او نیوکه یې وکړه، چې ناټو سازمان دې عملیاتو ته مناسب غبرګون ونه ښود.
خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو یې په غبرګون کې ویلي، چې فرانسه پخپله د ترهګرو ملاتړ کوي او مشران یې ایلیزې ماڼۍ ته ور غواړي.
اوغلو وایي، دا مهال په اروپا کې د مشرتابه تشه ده او مکرون دغې مشرۍ ته رسېدل غواړي، خو د ده په خبره مکرون یې وړتیا نلري.
https://avapress.com/vdcgt39qnak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته