دخپریدو نیټه :جمعه ۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 196652
عطا محمد نور: ولس دې د ثبت او همپالنې ټاکنیز ټیم په غوښتنه لریونو کې برخه نه اخلي
د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئيس عطا محمد نور وايي، تظاهرات د هر افغان حق دی، خو د شخصي ګټو لپاره مظاهرې او خلکو ته ستونزې جوړول د قانون خلاف عمل دی.
نوموړي ویلي امنیتي او دفاعي ځواکونه چې دا مهال د جګړې په ډګر کې له دښمن سره مخامخ دي، نه باید په لاریونونو مصروف کړای شي، بلکې افغان ځواکونه حق لري چې لاریونوال وځپي.
ښاغلي نور دا خبرې تېره شپه د ترکمنانو د پیوستون شورا له مشرانو سره په لیدنه کې د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې د لاریونونو د پیلولو په اړه کړې دي.
عطا محمد نور زیاته کړې چې په اوسنیو شرایطو کې افغان ځواکونه روحیې او هڅونې ته اړتیا لري او په دې باید ډاډه شي چې ولس یې تر څنګ ولاړ دی، نه دا چې هغوی په لوی لاس په کورنیو ګډوډیو مصروف کړای شي.
عطا محمد نور ویلي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې پرېښودل شي، تر څو خپل کار وکړي او پرېکړو ته دې یې احترام وشي.
عطا محمد نور ویلي چې د ټاکنو کمیسیون کمېشنران په خپله نوماندانو انتخاب کړی او باید اوس باور پرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د ثبات او همپالنې ډله پر خپلو پلویانو د کابل په څلورو برخو کې لاریونونه پیل کړي او تر پښتونستان څلور لارې پورې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په تړاو خپل اعتراض وړاندې کړي، خو د کابل ګارنېزیون ویلي چې لاریونوال باید خپل د راټولېدو ځای د حضوري چمن وټاکي.
https://avapress.com/vdcenp8zwjh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته