دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 197070
د جرمني دفاع وزیره وايي، په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت غځول غواړي
د جرمني د دفاع وزیره اینګریټ کراپ کرینبوور وايي، په افغانستان کې یې دا مهال زر تنه سرتېري پراته دي او دا یې د ناټو په چوکاټ کې د ماموریت د تمدید هرکلی او ملاتړ کوي.
 نوموړې چې تېره ورځ مزار شریف ته راغلې او نن سه شنبه به له ولسمشر غني سره هم په ارګ کې وویني، ويلي یې دي چې جرمني له ناټو سره په ګډه د افغانستان لپاره خپل ماموریت غځول غواړي: (( باید ووایم چې کوم کار موږ په افغانستان کې پیل کړی دی، باید تر بشپړېدو پورې یې دوام ورکړو، دا یو ډیر اوږد او سخت ماموریت دی خو موږ وینو چې پرمختګونه هم شوي دي.))
اغلې کرېین بوور چې راتلونکي کال ته د انګیلا میرکل ځای ناستې ګڼل کېږي، ویلي د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۳۱مه یې د افغانستان لپاره ماموریت ختمېږي، خو جرمني هم د نورو په څېر په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته کول غواړي او د ماموریت غځولو ته لېواله هېواد دی.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د جرمني ۱۰۰۰ تنه سرتېري د بلخ په مارمل هډه کې مېشت دي
https://avapress.com/vdcjaaevyuqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته