دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 197071
د امریکا دفاع وزیر: د ځواکونو کمولو برخه کې د طالبانو هوکړې ته اړ نه یوو
د امریکا د دفاع وزیر وايي، لازمه نه ده چې امریکا دې خپل ځواکونه د طالبانو سره د سولې د هوکړې له مخې کم کړي، بلکې وايي، امریکا که لازمه وګڼله له هوکړې پرته هم دا کار کوي.
د امریکا د دفاع وزیر وايي، لازمه نه ده چې امریکا دې خپل ځواکونه د طالبانو سره د سولې د هوکړې له مخې کم کړي، بلکې وايي، امریکا که لازمه وګڼله له هوکړې پرته هم دا کار کوي.
ښاغلي مارک ایسپر له رویټرز سره په مرکه کې افغانستان ته د ډونالډ ټرمپ د سفر او د ځواکونو  دکمولو د اعلان په اړه ویلي، اوربند ته د دواړو لوریو د درناوي له کبله تاوتریخوالی کمېدلی شي خو په وینا یې چې امریکايي پوځیان په افغانستان کې دوه نورو ډلو اسلامي دولت او القاعدې ته هم متوجه دي.
نوموړي زیاته کړه: ((  د ولسمشر ټرمپ ادارې په کور دننه او له ناټو متحدانو سره په افغانستان کې د سرتېرو د احتمالي کمونې په اړه له اوږدې مود راهیسې بحثونه کړي او نتیجه یې سنجولې ده.))
ایسپر د لندن د ناټو دفاع وزیرانو غونډې ته له روانېدو وړاندې دا هم ویلي چې دی ډاډه دی افغانستان به بیا  د ترهګرو پرځاله او پر امریکا د برید د پلان پر ځای نه بدلېږي: (( له همدې کبله زموږ متحدان هم دا مني چې سرتېري دې په افغانستان کې کم شي.))
 نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا لپاره په افغانستان کې د ځواکونوکمولو برخه کې له طالبانو سره هوکړه شرط او لازمه نه ده، خو په دې اړه یې نور وضاحت ور نه کړ.
ویل کېږي چې دا مهال په افغانستان کې ۱۳ زره امریکايي سرتېري دي او د ټرمپ اداره دا سرتېري ۸۶۰۰ تنو ته راکمول غواړي.
https://avapress.com/vdca00n6649now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته