دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 197626
راپورونه: په عراق کي د لاریونوالو تر وژل کېدو وروسته په امنیتي سکټور کې بدلونونه راغلي
د عراق په پلازمېنه بغداد کې د حکومت ضد لاریون کوونکو تر وژل کېدو وروسته، د دغه هېواد په امنیتي سکټور کې بدلونونه راوستل شوي دي.
، د دغو بدلونونو په جریان کې د دغه هېواد د یوه مهم امنیتي چارواکي جنرال قیس ال محمد واعي په ګډون، ډېر کسان له دندو لرې شوي او په ښار کې امنیتي پوستې زیاتې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې تر یوه خونړي برید وروسته، امنیتي تدابیر هم زیات شوي دي. د تېرې جمعې او شنبې سهار نامعلومه وسله والو په بغداد کې پر لاریون کوونکو ډزې وکړې، چې ډېرو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس لیکلي چې په دغو بریدونو کې ۲۵ لاریون کوونکي او پولیس وژل شوي او ۱۳۰ نور هم ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ایران تورن کړی چې په بغداد کې د جمعې ورځې په دغه برید کې لاس لري.
نتنیاهو د خپل حکومت په کابینه کې ویلي چې دا بریدونه د ایران د رژیم په امر شیعه ملېشه ډلو کړي دي.
هغه ویلي: «ایران په منځني ختیځ کې د لانجو جوړولو ته دوام ورکړی دی او دا کار یې لا پسې زیات کړی دی. د جمعې په ورځ په بغداد کې برید وشو او بېګناه لاریون کوونکي پکې ووژل شول. شواهد ښيي چې دا بریدونه د عراق ملېشه ډلو د ایران د رژیم په مستقیمې لارښوونې تر سره کړي دي».
له دغه برید وروسته چارواکو ویلي، چې په بغداد کې د ښار شاوخوا ځای ځای پوستې لګول شوې چې د لاریونوالو امنیت خوندي کړي.
پر دغو اقداماتو سربېره، په پوځ کې هم ځينې اصلاحات او بدلونونه راغلي چې له ډلې یې د بغداد د مرکز د امنیت مسوول جنرال قیس ال محمد واعي هم له دندې ګوښه شوی دی.
اینا رسمي خبري اژانس د جنرال قیس د لرې کېدو خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې اوس د بغداد د دولتي امنیت لپاره جنرال عبدالحسین ال تمیمي ټاکل شوی دی.
د جمعې په ورځ د عیني شاهدانو په حواله، وسله والو بریدګرو له موټرو پر دوی باندې چې په الخیلاني میدان کې ټول وو، ډزې کړې دي.
دا دې اکټوبر له لومړۍ د عراق د لاریونونو له پیل تر ټولو خونړۍ پېښه وه.
په عراق کې د حکومت ضد لاریونونو په پایله کې د دغه هېواد لومړی وزیر عادل عبدالمهدي استعفا ته اړ شو.
د دغو لاریونونو پر مهال تر اوسه ټولټال د څه باندې ۴۳۰ کسانو د وژل کېدو خبره تايید شوې او زرګونه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
https://avapress.com/vdcgxu9q3ak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته