دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۱
د مطلب کود : 197680
وسله والو طالبانو د یو کلي سل تنه اوسیدونکي برمته کړي دي
د جوزجان ولایت چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د دې ولایت فیض اباد ولسوالۍ کوګلتاش کلي ۱۰۰ تنه اوسیدونکي له ځان سره نامعلوم لوري ته بیولي دي.
د فیض اباد ولسوال الف شاه وايي ، دغه پېښه نن له غرمې مخکې د شاه مرزابین شبرغان اقچې په ساحه کې شوې ده او د طالبانو لخوا په برمته شویو کسانو کې د ولسي پاڅونوالو کسان هم وو.
نوموړی زیاتوي، برمته شوي کسان د سیمه ییزو پاڅونوالو د قومندان الله بیرن جنازې ته تللي وو، کوم چې د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله وژل شوی و.
https://avapress.com/vdcg7u9qzak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته