پخواني افغان ولسمشر په دې اعتراف سره چې امريکائي ډالر د داسې کارونو لپاره خرچ شوي دي چې په افغانستان کښې د بحران له هواري او د جنګ له ختمېدو سره هيڅ مرسته نه ده کړې، تاکيد وکړ، په تېرو دوو لسيزو کښې د امريکې مختلفو حکومتونو د افغانانو د جنګ په باره کښې هم د دغه هېواد خلقو ته دوکه ورکړې ده.
امريکې او انډيوالانو يې په 2001 کال کښې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د امنيت د ټينګولو په بهانه په دغه هېواد يرغل وکړ، خو له هغه وخت نه تر اوسه په افغانستان کښې يوازې د ناامنۍ، ترهه ګرۍ او د نشه ايزو موادو د توليد د زياتېدو سبب شوې ده
په همدې خاطر دی چې افغان چارواکو د دغه هېواد د خلقو ترڅنګه په ځلونو له افغانستانه د امريکې په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.