دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 197985
د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د محلي اردو ۲۳ سرتېري وژل شوي
د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د سیمه ییزې اردو ۲۳ سرتېرې وژل شوي او ۹ تنه نور له وسله والو طالبانو سره تللي دي.
تیره شپه د قره باغ ولسوالۍ په لیونۍ بازار سیمه کې د سیمه ییزې اردو په بیس کې ۲۳ تنه سرتیرې وژل شوي او ۹ تنه نور له وسله والو سره تللي دي.
دی وايي د یوه ټانګ ترڅنګ د بیس ټول تجهیزات هم وسله والو ته تسلیم کړل شوي دي.
کامراني زیاتوي داسې انګېرل کیږي چې دغه ۹ تنه نفوذي کسان وو.
د غزني محلي اداره په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ددوي وسله والو تېره شپه د محلي اردو پر قرارګاه برید کړی او ۳۲ سرتېري یې وژلي دي.
 
https://avapress.com/vdcevf8znjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته