دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 198095
امنيتي ځواکونو په مزار شريف کې دقيصاري د نيولو لپاره عمليات پيل کړي
د بلخ ولايت امنيه قومانداني وايي چې امنيتي ځواکونو له تېرې شپې راهيسې د خپلسري وسله وال قوماندان نظام الدين قيصاري د نيولو لپاره عمليات پيل کړې دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د ليندۍ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات تېره شپه د ښار د پنځمې حوزې اړونده د عزيز اباد په سيمه کې چېرته چې د قيصاري کور دى، پيل شوي  دي.
قيصاري چې په مزار شريف ښار کې پر زورواکۍ او خپلسرۍ تورن دى، عادل شاه وايي چې عدلي او قضايي ارګانونو پوليسو ته يې د نيولو امر کړى دى.
يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د قيصاري په کور کې ٢١٠ کسان پټ دي، چې ١٢٠ تنه يې وسله وال دي او د امنيتي ځواکونو پر ضد مقاومت کوي.
بلخوا د امنيه قوماندانۍ لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وروستيو کې د قيصاري اړنده غير مسووله وسله والو  په مزار شريف ښار کې د ګډوډيو، بې بندوبارۍ، باجګيرۍ او د عامه نظم او امن د اخلال لامل شوي وو.
سرچينې زياته کړې، په همدې موخه عدلي او قضايي ارګانونو د قيصاري او دهغه د وسله والو د نيولو امر کړى و.
په خبرپاڼه کې راغلي، کله چې امنيتي او دفاعي ځواکونه د عدلي ارګانونو د حکم د عملي کولو لپاره د قيصاري کور محاصر کړ او له هغه يې وغوښتل چې تسليم شي، هغوى پر وسله وال مقاومت لاس پورې کړ او له امنيتي ځواکونو سره يې نښته پيل کړه.
سرچينې زياته کړې، په سيمه کې دا نښته د شپې له دولسو بجو پيل شوې او اوس هم (دسهار اته نيمې بجې) ادامه لري.
د بلخ امنيه قومانداني وايي، د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه د قانون د حکم عملي کولو ته ژمن دي او ډېر ژر به قيصاري او دهغه وسله وال د قانون منګلو ته وسپارلي.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې ټوله شپه يې د ډزو غږونه اوريدلي او برښنا هم پرې شوې وه.
نظام الدين قيصاري څوک دی؟
پنځوس کلن قيصاري د فارياب د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکى دى ، په لومړيو کلونو کې يې بڼوالي او سوداګري کوله او له ۱۳۹۰ لمريز کال راهيسې يې سيمه ييزو پوليسو کې د سيمه ييزو پولیسو د مرستيال قوماندان په توګه فعاليت درلود.
هغه څو کاله مخکې ولسي پاڅون پيل کړ، چې شاوخوا درې سوه کسان ورسره يوځای شول او بيا د قيصار ولسوالۍ امنيه قوماندان وټاکل شو. ددې ترڅنګ له څلورو کلونو راهيسې په فارياب ولايت کې د ولسمشر د لومړي مرستيال  او د جنبش ګوند د رهبر جنرال عبدالرشيد دوستم ځانګړی استازی هم دی.
تېر کال چې حکومتي ځواکونو په فارياب کې د هغه د نيولو لپاره عمليات وکړ، نو دوستم يې ننګه وکړه او پر ضد يې پراخه لاريونونه وشول، خو قيصاري ونيول شو او کابل ته راوړل شو، خو له سياسي معاملې وروسته بېرته خوشې شو.
له  تېرو ولسمشريزو ټاکنو مخکې هغه لومړى له دولت ساز ټيم سره يو ځاى ، خو وروسته بل کانديد رحمت الله نبيل سره يو ځاى شو.
قيصاري اوس له دوستم سره کلک مخالفت لري او هغه تورنوي چې دده پر نوم يې سوداګري کړې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchw6nzm23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته