د ځانګړو ځواکونو د صفر یو او صفر دوه قطعو له لوري ملکي خلکو ته د تلفاتو پر اوښتو تر اندېښنو وروسته تازه دغو ځواکونو په زابل ولایت کې له خلکو باج اخیستل پیل کړي دي.
په مشرانو جرګه کې د زابل ولایت استازو پرون د دغې جرګې په عمومي ناسته کې وویل چې د ملي امنیت اړوند د ځانګړو ځواکونو صفر یو او صفر دوه قطعې خلک له کوم جرم پرته زنداني کوي او په بدل کې یې د پیسو غوښتنه کوي.
په مشرانو جرګې کې د زابل د خلکو استازی محمود خاکرېزوال وايي، چې ځانګړي ځواکونه له خلکو باج اخلي چې باید حکومت یې ژر تر ژره مخینوی وکړي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې غونډه کې سناتورانو همداراز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د جګړې د دوام په معنی بولي او زیاتوي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو حضور د جګړې زیاتوالي لامل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د صفر یو او صفر دوه قطعې ځواکونه تر دې مخکې په ډېری شپنیو عملیاتو کې د ملکي خلکو پر وژل کېدو تورن شوي دي.