دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 198227
ملي امنیت نیمروز کې د طالبانو یو چریکي ۱۰ کسیزه ډله نیولې ده
د ملي امنیت ځواکونو په نیمروز کې د طالبانو د چریکي بریدونو یوه لس کسیزه شبکه نیولې ده.
ملي امنیت په دې اړه هندوکش ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دې لس کسیزې ډلې به چریکي او پټ بریدونه ترسره کول چې په یو لړ هدفمنده عملیاتو کې د نیمروز په زرنج ښار کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه وايي، د دې ډلې مشر ملا عبدالرووف یې هم نیولی دی چې د ملي امنیت ګڼ کارمندان یې وژلي وو او د نیمروز د امنیه قومندانۍ د دوه افسرانو د وژنې پلان یې هم تازه نیولی و.
امنیتي ځواکونو له دغو لسو وسله والو سره یوه اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم نیولي دي.
https://avapress.com/vdcewv8zfjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته