دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 198232
لغمان: ګډو ځواکونو درې ملکي وګړي وژلي
تيره شپه د لغمان ولايت په قرغه يي ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې په نتيجه کې يې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د يادې ولسوالۍ په فرمانخيلو سيمه کې د ملکي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي او درې تنه ملکي وګړي يې وژلي او د کورونو دروازې يې نړولي دي.
له پيښې وروسته نن سهار د سيمې خلکو د وژل شويو ملکي وګړو جسدونه له ځان سره ليږدولي دي او د مندروړ او سرخکانو پله ترمنځ لويه لار يې تړلې ده او لاريون يې پيل کړی دی.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي کسان عام ولسي وګړي وو او له هيڅ کومې وسله والې ډلې سره يې لاس نه درلود.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو په کورونو شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو تلفات هم زیات کړي دي.
تر اوسه د لغمان ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcaean6u49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته