دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 198401
په تېر یوه کال کې د پراختیایي پروژو پلي کېدل او د امنیت ټینګښت، د فراه او سرپل د والیانو مهمې لاسته راوړنې دي
د تېر کال په اوږدو کې د پراختیایي پروژو پلي کېدل، د عادي او پراختیاي بودجې لګېدل، د سړک جوړولو او زېربنایي پروژو د چارو بشپړېدل، د ښې حکومتولۍ پیاوړتیا او له فساد سره مبارزه او د کرنیزو محصولاتو د زیاتولو په موخه د بزګرانو ملاتړ، د فراه او سرپل د والیانو له مهمو لاسته راوړنو څخه دي. د سرپل والي، عبدالقادر آشنا او د فراه والي، محمد شعیب ثابت، د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس محمد اشرف غني سره د خپلو لیدنو او خبرو جزییات، د چهارشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال له خبریالانو سره شریک کړل. د سرپل والي وویل چې په ۱۳۹۸ کال کې د دغه ولایت، ۲۳۰ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودجه، ۹۵ سلنه لګول شوې او پاتې به یې هم د مالي کال تر پای ته رسېدو پورې، ولګول شي. دغه راز ښاغلي آشنا وویل چې د کرنې، روغتیا، سړک جوړولو او پوهنې په برخه کې یاد ولایت ته ټولې ورکړل شوې پروژې تطبیق او بشپړې شوې دي. د سرپل والي په تېره یوه کال کې د ۵۱ کیلو متره اوږدوالي په اندازه د جوزجان- سرپل د لویې لارې قیر کېدل، په مرکز او ولسوالیو کې د ۹ کلینیکونو جوړېدل، د ۳۰ کیلومتره اوږدوالي په اندازه د دوهمې درجې لویې لارې جغل اچونه او بیارغونه، د ښوونځیو او د پوهنې ادارې اړوند ودانیو د جوړولو د ۲۹ پروژو بشپړېدل، ښوونکو ته د ښارګوټو وېشل، له فساد سره مبارزه، تر ټاکلي هدف پورې د مالیاتو راټولېدل او د عادي او پراختیایي بودجې لګېدل، د خپلې ادارې د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل. دغه راز د فراه والي، محمد شعیب ثابت په دې کنفرانس کې وویل، سره له دې، چې فراه د ناامنه ولایتونو په ډله کې راځي، خو په تېر یوه کال کې امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې امنیت ښه خوندي کړي، څو بیارغونې او د پراختیایي پروژو پلي کېدو ته، لاره هواره شي.ښاغلي ثابت وویل چې په تېر یوه کال کې د فراه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پراختیایي پروژو په برخه کې ۱.۴ میلیارډه افغانۍ لګول شوې دي، چې په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د ممیزو د پروسس د ۴۶ فابریکو جوړېدل، د بزګرو ښځو لپاره د چرګانو د فارمونو جوړېدل، په ولسوالیو کې سلګونو بزګرو ښځو ته د زده کړې زمینه برابرول، د شنو خونو او د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو رامنځته کېدل، په دې پروژو کې شامل دي. د سرپل او فراه والیانو دغه راز ټینګار وکړ، چې له اداري فساد سره په کلکه مبارزه شوې او هغه کسان یې عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندلي، چې په فساد تورن وو او دغه چاره د دې لامل شوه چې پر حکومت باندې د خلکو باور زیات شي.
https://avapress.com/vdciuvazzt1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته