دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 198629
اشرف غني د ټاکنو لومړنۍ پایلو ګټونکی شو
د ټاکنو کمیسیون د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
د دغو پایلو له مخې ولسمشر غني له پنځوس سلنې زیاتې رایې اخیستي او د لومړنۍ پایلو ګټونکی بلل شوی دی.
اشرف غني ۵۰.۶۴ سلنه رایې تر لاسه کړي دي.
ورپسې عبدالله عبدالله دی چې زیاتې رایې اخیستي دي.
۱- محمد اشرف غنی 923868 رای 
۲- داکتر عبدالله عبدالله 720099 رای 
۳- ګلبدین حکمتیار 70243 راس
د لومړنیو پایلو اعلان ته وروسته له دې لار هواره سوه چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په اوو ولایتونو؛ بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، جوزجان، سرپل او فاریاب کې د رایو بیا شمېرلو او تفتیش ته اجازه ورکړه.
د لومړنیو پایلو له اعلانه وروسته به کاندیدان دري ورځې فرصت ولري چې خپل شکایتونه د شکایتونو په کمیسیون کې ثبت کړي.
ټاکل سوې ده چې وروسنۍ یا نهايي پایلې وروسته له دې اعلان سي چې د شکایتونو کمېسیون شکایتونه وڅېړي.
تر دې وړاندې څو ځلې کمېسیون ویلي وه، چې لومړنۍ پایلې به اعلانوي خو په ۷ ولایتونو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د پلویانو له لوري د د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونه ته اجازه ونه ورکول کېده چې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر مخته یوسي.
د دغې ډلې ټینګار دا دی، چې ۳۰۰ زره هغه راًیې چې د دوی په خبره بایومتریکي معلومات نه لري باطلې اعلان سي خو کمیسیون بیا دا راًیې معتبرې ګڼي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي، پر خپلې پخوانۍ خبره په ټینګار سره دا هم وايي چې، په ۲۷ ولایتونو کې دې یې هم رایې بییا ځلي وشمېرل سي ځکه د دوی څارونکو په کې برخه نه درلوده.
 
https://avapress.com/vdcauan6o49noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته