دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 198644
جمهوررئیس غني: باید زموږ اقتصاد ډیجیټلي شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د ډیجټل کولو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پنځلسم کنفرانس ګډون کوونکو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ITCC یا د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ مهارتونو مرکز رئیس ډاکتر نذیر احمد پیروز د یاد کنفرانس په اړه معلومات ورکړل وې ویل، دې کنفرانس ته ۱۶ دولتي او خصوصي پوهنتونونه دعوت شوي وو چې ۱۳ پوهنتونونو ۵۴ پروژې معرفي کړې.

هغه زیاته کړه، تخنیکي پلاوي ۲۰ پروژې انتخاب کړې چې له دې ډلې ۵ پروژو ته جایزې ورکړل شوې او همداراز تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغانستان د ډيجیټلي کولو پر ستراتېژۍ خبرې وشوې.

ډاکتر پیروز ټینګار وکړ چې موږ باید د معلوماتي ټکنالوژۍ اساسات افغانستان ته راوړو او زیاته یې کړه، د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې زموږ ستونزې د تخنیکي کسانو ، مدیریت، سټنډرډ زېربناوو کموالی او د ای ټي فرهنګ جزیزه یي والی دی.

همداراز نوموړي وویل، په هغه درې ورځني کنفرانس کې چې د کمپیوټر ساینس استادانو او د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې متخصصینو ګډون کړی و، د ای ټي ستراتېژۍ مو طرحه کړه او د پوهنې، زېربنا او مدیریت په برخو کې مو درې ورکشاپونه جوړ کړل.

جمهوررئیس غني د یاد کنفرانس د ترسره کولو له امله د مننې ترڅنګ وویل، له ۲۰۱۷ کال څخه تر اوسه پورې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې بنسټیز تغییرات راغلي دي.

هغه زیاته کړه، موږ غواړو چې د ۱۹ او ۲۰ پېړۍ خلاف، له څلورم صنعتي انقلاب لرې پاتې نشو او د دې انقلاب ظرفیت ولرو. د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړخه پر پلان جوړونه کار روان دی.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، باید ډيجیټلي اقتصاد رامنځته شي، ترڅو افغان ځوانان او ښځې د ژوند په ټولو برخو کې مخکښ واوسي او زموږ ځوانان باید نن له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د استفادې ظرفیت ولري.

جمهوررئیس غني وویل، د سږ کال په بودجه کې دې معلوماتي ټکنالوژۍ لپاره یو ملي پروګرام مطرح شي او زیاته یې کړه، د ټول هیواد د اوبو په اړه واضح طرحه لرو او باید له ډيجیټلي اړخه مدیریت شي.

جمهوررئیس وویل: هغه ولایتونه چې له ټکنالوژۍ سره وصل نه دي، باید لومړیتوب ورکړل شي او د اترا پیسو څخه د استفادې څرنګوالی باید په بنسټیز ډول تغییر وکړي.

هغه وویل، د هیواد تعلیمي او تحصیلي وضعیت د قناعت وړ نه دی او زیاته یې کړه، د بشري ظرفیت د روزنې په موخه دې لا زیاته پانګونه وشي.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي د ټکنالوژۍ پالیسۍ په اړه وویل، د جمهوررئیس د لارښوونې پر اساس مو ډېری ماډلونه مطالعه کړي او موږ غواړو چې له ټکنالوژۍ څخه په استفادې د ژوند په ټولو برخو کې تحول راولو.

هغه وویل، هغه مهمه موضوع چې موږ ورته پاملرنه کړې ډيجیټلي اقتصاد و او موږ باید له خپلو معلوماتو استفاده وکړو او د معلوماتو ارزښت څخه باید بې ګټې پاتې نشو.

وروسته د مرکزي احصایې ادارې لوی رئیس احمد جاوید رسولي وویل، موږ باید د اړتیاوو او زېربناوو مطابق پر بشري منابعو پانګونه وکړو.
https://avapress.com/vdchk6nzk23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته