دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 198650
یوناما د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان څخه هرکلی کړی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا (يوناما) وایي، چې ټول افغان چارواکي او ښکېل اړخونه بايد د ټاکنو د خونديتوب او بشپړېدو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړي، تر څو د دغه بهير د وروستي پړاو د بشپړتيا ساتنه وشي.
تدامیچي یاماموتو د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنيو پايلو هرکلى کړى دى او ويلي يې دي، چې ټول ښکېل اړخونه دې د وروستي پړاو د بشپړتيا ساتنه وکړي.
د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان له مخې، د دولت جوړونکي ټاکنيز ټيم مشر محمد اشرف غني پکې پنځوس اعشاريه څلور شپېته سلنه رايې ترلاسه کړي دي او د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې په دويم ځل بريا خپله کړې ده.
تر اشرف غني وروسته بيا عبدالله عبدالله ډېرې رايې وړي دي، همدا راز ګلبدين حکمتيار بيا دريم نوماند دى چې ډېرې رايې يې ترلاسه کړي دي، نور رحمان لېوال بيا هغه نوماند دى چې تر ټولو کمې رايې يې اخيستي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې عبدالله عبدالله یو ځل بیا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ اعلان شوې پایلې نه مني او وایي چې دغه کمېسیون ورسره درغلي کړې ده.
https://avapress.com/vdcenv8z7jh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته