دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۲
د مطلب کود : 198651
ننګرهار کې د ځانمرګي موټر بم برید مخه ونیول شوه
د ننګرهار ولایتي چارواکې وایي، امنیتي ځواکونو په شینوارو ولسوالۍ کې یو تن ځانمرګی بریدګر او یو موټر بم نیولي دي.
د ننګرهار رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ملي امنیت ریاست د معلوماتو په حواله ویل شوي، چې
نیول شوی کس شاهد نومیږي او د اچین ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی چې  دشینوارو ولسوالۍ په اړوندو کې نیول شوی او غوښتل یې له موټر بم څخه په ګټه اخیستنې ځانمرګی برید وکړي .
همدا راز موټر بم بیا د کابل کمپ په سیمه چې له وړاندې یې دغه سیمې ته لیږدولی وو د ملي امنیت ځواکونو لخوا موخې ته تر رسیدو وړاندې نیول شوی دی.
https://avapress.com/vdcftcdyyw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته